!وطندارانو او پر ما ګرانو

مفتي شاکر ۲ ساعته مرکه وکړه ، په ۲ ساعته مرکه کې یې ځینې خبرې وکړې چې د عقل، منطق او قران سره سمون خوري ، خو ځینې داسې خبرې یې هم وکړې چې هغه غرضي ، عوام فریبانه او د اذهانو اغفال لپاره ؤ چې هغه باندې ما تبصره کړې ده .

همداسې د مفتي شاکر د غلط ثابتولو لپاره یا سملولو لپاره مفتي صاحب عبدالولي میدان ته راودانګل او د محدثانو یو درجن نومونه ېې واخستل چې دا رد کړي چې مفتي شاکر ویلي دي چې احادیث د پیغمبر ص د رحلت څخه ۲۵۰ یا ۲۰۰ کاله وروسته لیکل او تدوین شوي دي .

هغه لیست کې فقط دوه صحابیان موجود ؤ ، پاته نور څوک ۵۰ کاله وروسته، ۶۰ کاله وروسته ، ۸۰ کاله وروسته او ۱۵۰ کاله وروسته د محمد ص د رحلت څخه پیدا دي او د دې لپاره یې ذکر کړي ؤ چې هغه پورته د ۲۵۰ کاله خبره رد کړي .

اول خو د دین څخه که څوک سطحي برداشت هم ولري ، هغه پوهیږي چې هر عالم، هر عام مسلمان او یا د روایتونو نقد کوونکي چې د ۲۰۰ کاله خبره کوي ، هغه د بخاري ، ترمذي ، ابو داود، ابن ماجه ، مسلم ، او نسایي خبره کوي چې ټول د محمد ص د وفات وروسته ۲۲۰ کاله بعد تدوین شوي دي او حتی یې ۲۵۰ کاله بعد ځینې بشپړ شوي دي . اوس بالفرض که هغه لیست هم وګورو ، هغه لیست چې مفتي صاحب عبدالولي ذکر کړي ؤ ، هغه هم وګورو نو د ۲ صحابه بغیر پاته نور ټول لسیزي لسیزي وروسته د محمد ص د رحلت نه پیدا شوي دي . اول خو همدې مسندونو یا کتابونو چې دغه مفتي صاحب ذکر کړي دي ، صحت او سلامتي تضمین نشته دی ځکه چې لسیزي لسیزي وروسته او تر ۹۰ او ۱۵۰ کاله بعد لیکل شوي دي .

دویم که دا هم فرض کړو چې همغه لیست کې راغلي محدثین چې مولوي صاحب عبدالولي ذکر کړل، که د هغوی کتابونه/سندونه بالکل صحیح هم وي ، ولو که د محمد ص د رحلت څخه د ۴۰ کاله نیولې تر ۱۵۰ کاله وروسته هم وي ، نو آیا څوک ویلي شي چې بخاري شریف نیولې پاته نور ۵ د حدیثو مشهور کتابونو کې یواځې او یواځې د همغه راویانو او سندونو څخه روایتونه نقل شوي دي ؟ ځوب منفي دی ، دا تاسې، دا مو مفتي عبدالولي ، او هغه مو ۶ واړه د حدیث کتابونه. تکړه شئ سر ورښکاره کړئ .

د همدې خبرې رد لپاره چې مولوي صاحب د مفتي شاکر خبرې رد لپاره د خلکو په سترګو کې خاورې مه شینده، څه هغه ۲۵۰ کاله وروسته صحاح سته وویل او څه تا خپله هغه لیست ک ۸۰ کاله او ۹۰ کاله او تر ۱۵۰ کاله منلي دي ، نو فرق څه شو ؟ د خبرې بیخ خو بیا همغه یو دی چې احادیث د پیغمبر ص د وفات څخه ۵۰ کاله وروسته د راټولو پروسه شروع شوه، عباسیانو او امویانو زور ورکړ او همغه دوران کې زرګونه روایتونه د هغه وخت د حاکمانو د ګټې لپاره او د مضر خلکو لخوا د دین بدنامي لپاره داخل شوي دي ، نو فرق څه شو؟ ته خو خپله د مفتي شاکر د خبرې تأیید کوې خو هغه ۲۵۰ کاله وویل چې مطلب یې د بخاري نیولې تر نسایی ؤ او تا ورپسې شروع د ۸۰ کاله وروسته وکړه .

همداسې د عایشه رض څخه راغلي روایت په اړه چې ابو داود کې نقل شوې چې روژه کې پیغمبر ص د هغې ژبه رودلې وه، د هغه په رد کې ویلي ؤ چې هغه ضعیف حدیث دی او راوي ضعیف حدیث ځکه راولي چې خلکو وښایي چې دا حدیث ضعیف دی . نو اوس پوښتنه دا ده چې یوه خبره، یو قول، یا رښتیا دی، یا دروغ دي ، که رښتیا وي ووایه چې رښتیا ده، او که دروغ وي نو ووایه چې دروغ دي او باید د احادیثو په نامه د حدیث په کتاب ک دا شان خبرې نه وي . همدا موضوع بخاري شریف کې هم راغلې ده خو هلته دومره فرق دی چې د ژبې رودلو پرځای یواځې مچکه ذکر شوې ده .

زه چې یو عادي انسان یم، زما د پوښتنې ځواب مفتي صاحب نه درلود ، له هغه وروسته نن مې پام شو چې بلاک کړی یې هم یم، نو حیران یم چې زمونږ دا ملایان، دا مفتیان که د ازهر شریف استادانو سره یا هم د ازهر شریف څخه فارغ د حدیث ماسترانو او یا هم د اسلامي علومو متخصصینو سره کیني دوی به څنګه بحث کوي ؟ د ازهر، مکې، مدینې، هندوستان، اندونزیا او نورو عالم اسلام داسې علما دي چې هغه ستا په دې قصه خواني چاپ شوي کتابونو، فتاوي ، خو لا پرېږده، هغه همدا بخاري شریف، مسلم شریف یو ، دوه، او لس هم نه، بلکه سلګونه احادیث نه مني ، هغه سره به څه کوې ؟ هغه به هم بلاکوې یا به له میز څخه پاڅېږې ؟

نو وطندارانو!

زمونږ چې هغه روشن فکره، هغه ورزیده مفتي د تېښتې سړی وي ، زغم ونه لري ، او چې ځان هم عالم وبولي ، هغه درنه وتښتي ، عام ملت خو هیڅ ملامت نه دی چې د زېړو کتابونو، جعلي روایتونو ، او پیغمبر ص باندې د تهمت په حلقه کې راګیر وي .

نو بناءً له نن وروسته کوشش کوم دلته زه پوښتنه او موضوع مطرح نه کړم، هغه چې ژوند یې د هغه په وینا ټول دین مطالعه کړی، هغه دومره نیمګړی وي او وډار شي چې مریدان یې بې لارۍ نه شي او بازار یې خراب نه شي، نو عام ملت خو یو ګولۍ مړۍ پسې سرګردان دی، دوی خو چې خپل وېښته او ګریوانونه هم نه شکوي، د رب ذولجلال مهرباني ده.

زما به خپلو وطندارانو ته د ېو وطندار په صفت همدا مشوره وي چې خدای پاک تاسې ته عقل درکړی، شعور یې درکړی ، هیڅوک له تاسې برتره او بهتره نه دي، یواځې دیني مسایل نه بلکه دنیوي مسایل هم خپله ولولئ ، مطالعه کړئ ، ځان ورباندې پوه کړئ او د ملایانو د ټیکداري څخه دین راخلاص کړئ .

خدای تعالی لسګونه دفعې د یعقلون او یتفکرون کلمه قران کې ذکر کړې ده، هدی للمتقین یې بللی دی او لاریب فیه یې بللی دی، نو همغه راټینګ کړئ ، په ترجمه او معنا یې ولولئ، خپل موبایلونو کې یې انسټال کړئ، او هر هغه روایت چې که بخاري شریف، مسلم شریف، ابو داود،ابن ماجه، ترمذي، او نسایي کې وي او د قراني ارشاداتو سره ټکر کې وي یا همخواني ونه لري، هغه ته محمد ص قول په سترګه مه ګورئ بلکه هغه ستاسې پیغمبر ص باندې تور، تهمت او بهتان دی او لکه څنګه چې محمد ص وایي چې هر هغه چا چې پر ما دروغ وویل یا یې د دروغو قول ما پورې وتړه، بیشکه چې ځای یې جهنم دی. پر محمد ص د تور او بهتان مسئله د هغه په ژوند کې هم مطرح وه او همدې خاطر یې صحابه د حدیث د کتابت څخه منع کړي ؤ چې حدیث نه یواځې چې د قران شریف آیتونو کې ګډ نه شي بلکه د هغه قول کې هم کموالی او ډېروالی رانشي .

والسلام او بیشکه چې لټونکي به خپله لار مومي !